اداریه ۱۵ مئی ۲۰۲۶

بلوچستان کې ناامني — د ناکامۍ اعتراف که د نوې تګلارې اړتیا؟

بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ، وېرې او بې‌ثباتۍ له حالت سره مخ دی. دا حقیقت اوس خپله حکومتي حلقې هم په وار وار مني. د شپې پر مهال د تګ راتګ غیر اعلان شوې بندیزونه، د مهمو لارو پرله‌پسې تړل کېدل، د سیاسي مشرانو او عامو وګړو تښتونې، او په ځینو حساسو سیمو کې د وسلوالو ښکاره ګرځېدل دا ښيي چې وضعیت عادي نه دی. دا کړکېچ یوازې ولس نه، بلکې د حکومت دننه ناست استازي هم اندېښمن کړي دي.د صوبايي اسمبلۍ کې د پيپلز ګوند پارلماني مشر میر صادق عمراڼي وروستۍ وینا د همدې وضعیت یوه جدي اعتراف ګڼل کېږي. د هغه څرګندونې چې “موږ خپلو سیمو ته له سړک نه شو تللی” او “د امنیت نشتوالی تر دې حده رسېدلی چې منتخب استازي هم خوندي نه دي”، د ټول حکومتي نظام پر کارکردګۍ یو لوی سوال پورته کوي. کله چې د حکومت خپل مهم غړي ځانونه ناامنه احساسوي، نو دا د ناکامۍ ښکاره نښه ګڼل کېږي.دغه وینا په داسې وخت کې شوې چې د پیپلز ګوند دننه د قیادت بدلون او نوې سیاسي تګلارې بحثونه هم روان دي. په همدې پسمنظر کې د صوبې وضعیت ته ځانګړې پاملرنه دا څرګندوي چې د بلوچستان مسئله نور یوازې د امنیتي عملیاتو په وسیله نه شي حل کېدای، بلکې پراخ سیاسي او ټولنیز مکالمې ته اړتیا لري.په حقیقت کې د بلوچستان ستونزه یوازې یوې سیمې یا یوې قوم پورې محدوده نه ده پاتې شوې، بلکې د پښتنو او بلوڅو دواړو سیمو کې ګډه بې‌ثباتي، ویره او بې‌باوري خپره ده. له همدې امله دا ستونزه یوازې د لنډمهاله امنیتي اقداماتو په وسیله نه شي حل کېدای.که حکومتي استازي خپله دا مني چې نه سړکونه خوندي دي، نه خلک او نه استازي، نو یوازې غونډې او بیانونه بسنه نه کوي. داسې وضعیت کې اړتیا ده چې سیاسي مشرتابه جرأت وکړي او عملي فیصلې وکړي.کارپوهان وړاندیز کوي چې د ټولو سیاسي قوتونو په مشوره یوه پراخه عبوري یا ګډه صوبايي اداره جوړه شي، او همدارنګه یو بااختیاره قومي جرګه فعاله شي چې د اعتماد جوړونې، خبرو اترو او شخړو د حل لپاره کار وکړي.ریاست ته دا هم په کار ده چې یوازې د امنیتي لګښتونو له لارې د امن تصور ونه ساتي، بلکې خلکو ته عملي تحفظ، عزت او د تصمیم نیولو برخه ورکړي. ځکه پایداره امن یوازې هغه وخت راتلای شي چې ولس ځان برخه وبولي.بلوچستان نور د تجربو زغم نه لري. دا وخت د تورونو نه، بلکې د عملي او جدي پرېکړو دی، ځکه که اوس هم سنجیده ګامونه وانخیستل شي نو حالات لا نور هم خرابېدو ته تللی شي.