د پاکستان او هند ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ په اړه د روسیې اندېښنه بېځایه نه ده، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې یوازې پر دوی اغېز نه کوي، بلکې د ټولې سیمې سوله، ثبات او اقتصادي پرمختګ له جدي زیان سره مخ کوي. د اوبو شخړه، سرحدي ترینګلتیا او د کشمیر مسئله هغه مهم عوامل دي چې جنوبي اسیا یې له اوږدې مودې راهیسې د بېثباتۍ له ګواښ سره مخ کړې ده. د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ هره کوچنۍ شخړه هم د لویې مقابلې بڼه خپلولی شي، چې زیانونه به یې یوازې پاکستان او هند ته نه، بلکې د ټولې سیمې ولسونو ته ورسېږي.
د روسیې اندېښنه ځکه هم مهمه ده چې مسکو له پاکستان او هند دواړو سره دوستانه اړیکې لري. خو یوازې اندېښنه څرګندول او د خبرو عمومي غوښتنه بسنه نه کوي، بلکې د سیمې مسؤل هېوادونه باید د کړکېچ د کمولو لپاره عملي رول ولوبوي. په دې لړ کې چین او روسیه کولای شي په ګډه د پاکستان او هند ترمنځ د خبرو د بیا پیل او د اوږدمهاله شخړو د عادلانه حل لپاره اغېزمن دیپلوماتیک رول ترسره کړي.
د کشمیر مسئله د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ له بنسټیزو عواملو څخه ده. که د دې مسئلې او نورو اختلافاتو د عادلانه او تلپاتې حل لپاره جدي هڅې وشي، دواړه هېوادونه کولای شي خپلې انرژۍ د مقابلې پر ځای د خپلو ولسونو د سوکالۍ، اقتصادي پرمختګ او د سیمې د سولې لپاره ولګوي. جنوبي اسیا نور د جګړې او کړکېچ توان نه لري؛ اوس وخت دی چې د جګړې پر ځای خبرو، ډیپلوماسۍ او تلپاتې سولې ته لومړیتوب ورکړل شي.
