په هېواد کې د پټرولیمي محصولاتو د بیو پر ضد ولس لا له وړاندې سراپا احتجاج دی، په داسې حال کې چې وزیراعظم محمد شهباز شریف د موټرسایکلونو، رکشو، چنګچیو او تر ۸۰۰ سي سي پورې موټرو لپاره پر هر لېټر پټرولو د ۱۰۰ روپیو ریلیف اعلان کړی چې په ظاهره د ولس په ګټه یو مثبت ګام بلل کېدای شي، خو د دې ریلیف عملي طریقه ګڼې پوښتنې راولاړوي. ولس اوس د پېچلې ثبتنامې یا لنډمهاله ریلیف پر ځای اسانه او سمدستي اسانتیا غواړي، بلخوا د پټرولو پمپونو انتظامیه هم د هغو قوانینو، ریکارډونو او د بیو د ټاکلو اصولو پابنده ده چې باید مراعات شي. د ۲۰ یا ۳۰ لېټرو محدود ریلیف، د شناختي کارډ، موبایل شمېرې او د موټر د ملکیت د تصدیق پړاوونه د عامو خلکو لپاره ستونزې پیدا کولی شي او په دې بهیر کې د اضافي پیسو اخیستلو لپاره دلالانو ته هم زمینه برابرېدای شي. حکومت باید د ریلیف پروسه لا اسانه، شفافه او مستقیمه کړي او د شناختي کارډ له لارې مستحقو کسانو ته د ټاکلې اندازې پټرولو پر سر د واضح سبسډۍ عملي نظام رامنځته کړي، څو د پټرولو د پمپونو انتظامیه هم د قانون له مخې خپل کار ترسره کړي او ولس له اضافي ستونزو سره مخ نه شي.
له دې سره د پټرولیمي محصولاتو د بیو د ورځني ټاکلو پر کړنلارې هم بیاکتنه ضروري ده، ځکه د بیو پرلهپسې بدلونونو ولس او سوداګریزې طبقې له سختې اقتصادي بېباورۍ سره مخ کړې دي. که حکومت په رښتیا غواړي چې په نړیوال بازار کې د پټرولو د بیو پورته او ښکته کېدل هره ورځ پر ولس عملي کړي، نو همدا اصول باید د سرکاري کارکوونکو پر معاشونو هم پلي شي. داسې یو شفاف فورمول دې جوړ شي چې د پټرولو د بیې له لوړوالي سره د سرکاري کارکوونکو معاشونه هم په هماغه تناسب لوړ شي او که بیه راټیټېږي، معاشونه هم په هماغه تناسب کم شي. په دې توګه به د ګرانۍ بار یوازې پر عام ولس او د خصوصي سکتور پر کارکوونکو نه وي، بلکې دولتي نظام به هم د پټرولو د بیو د بدلون اغېزې له ولس سره شریکې کړي. البته دغه فورمول باید د کم عاید لرونکو کارکوونکو د معاشونو د ساتنې او د لږ تر لږه معاش د تضمین په پام کې نیولو سره جوړ شي.
که حکومت په رښتیا ولس ته ریلیف ورکول غواړي، نو باید د پټرولیم لیوي، لوړپوړو سرکاري چارواکو او افسرانو ته د وړیا پټرولو اسانتیاوو او د پټرولیمي محصولاتو د بیو د ټاکلو پر فورمول هم جدي او عملي بیاکتنه وکړي. ولس داسې ریلیف غواړي چې یوازې په اعلانونو کې نه، بلکې د پټرولو په پمپ کې په عملي توګه ولیدل شي؛ ځکه په اوسنیو شرایطو کې **د ۱۰۰ روپیو مبهم ریلیف د دې پر ځای چې ولس مطمئن کړي، له ولس او د پټرولو د پمپونو له انتظامیې سره د نوې شخړې او کشمکش سبب کېدای شي.
