اداریه ۱۶ ستمبر ۲۰۲۶

په بلوچستان کې دوه‌ګونی معیار نه شي چلېدای!

په بلوچستان کې د وسایلو، سیاسي استازولۍ او روزګار عادلانه وېش تر ټولو لومړی د دقیق او باوري نفوس له شمېرې سره تړاو لري. د نادرا د ۲۰۲۴ کال د مارچ د رسمي چوکاټ له مخې د بلوچستان نفوس یو کروړ، ۴۴ لکه، ۲۸ زره او ۱۸۴ تنه او ثبت شوي کسان ۸۲ لکه، ۱۲ زره او ۳۸۲ تنه دي، چې د *۶۲ لکه، ۱۵ زره او ۸۰۲ کسانو د ثبت تشه۔ څرګندوي. په همدې ډول په سند کې دا تشه ۲۶.۵۶ سلنه، په خیبر پښتونخوا کې ۱۵.۱۰ سلنه او په پنجاب کې ۱۱.۱۵ سلنه ښودل شوې ده.
دا شمېرې مهمې پوښتنې راولاړوي: د سرشمېرنې او نادرا د ثبت ترمنځ دومره لوی توپیر ولې شته؟ په کومو ضلعو کې دا تشه زیاته ده؟ اصلي لاملونه یې څه دي؟ کله

چې دغو پوښتنو ته روښانه او د باور وړ ځوابونه موجود نه وي، نو همدا ابهام د وسایلو د وېش، سیاسي استازولۍ، پرمختیايي پلانونو او روزګار په چارو کې د محرومۍ او بې باورۍ سبب ګرځي.

له همدې امله دولت باید تر ټولو لومړی سرشمېرنه له نادرا سره وتړي، څو د هر وګړي د ثبت او نفوس یو منظم، تصدیق کېدونکی او تل تازه کېدونکی نظام رامنځته شي. په دې نظام کې باید د وګړو د *ژبې او قومي پېژندنې لپاره هم روښانه معلومات موجود وي او د پښتنو، بلوڅو، سرایکیانو، سندیانو، پنجابیانو، اردو ویونکو او نورو ژبو ویونکو لپاره جلا او واضح خانې ولري، څو په راتلونکې کې د هېڅ قوم او ژبې د وګړو د حقونو په ټاکلو کې ابهام پاتې نه شي.

دقیق نفوس چې معلوم شي، بیا دې د ضلعو، ډویژنونو، وسایلو او سیاسي استازولۍ لپاره روښانه، یو شان او د ارزونې وړ فارمولہ جوړ شي. نفوس دې اساسي معیار وي او د جغرافیایي او لرې پرتو سیمو ځانګړي شرایط دې هم د قانون له مخې په پام کې ونیول شي.

د روزګار په برخه کې هم باید یو شان اصول عملي شي. د هرې دندې شمېر، محکمه، ضلع، کوټه، وړتیا، عمر، د ازموینې نصاب، نېټه او د مرکې مهالویش باید په یوه مرکزي د استخدام وېبپاڼه کې خپور شي. له غوښتنلیک څخه تر وروستۍ ټاکنې پورې ټول پړاوونه دې آنلاین ثبت شي، د قانون له اجازې سره سم دې ازموینې او مرکې ژوندۍ خپرې شي، نوماندان دې خپلې نمرې او میرټ مقام وګوري او وروستی میرټ دې د خلکو مخې ته وړاندې شي. د شکایتونو لپاره دې هم جلا آنلاین نظام جوړ شي.

د بلوچستان ځوانان د کومې ځانګړې مرستې غوښتنه نه کوي؛ هغوی دقیق نفوس، برابر فرصتونه، شفاف نظام او یو شان قواعد غواړي. تر هغه چې د نفوس ریکارډ دقیق او د باور وړ نه وي، د استازولۍ، وسایلو او روزګار په اړه پوښتنې به دوام ولري.یعنی په بلوچستان کې دوه ګونی معیار نه چلېږي؛ یو معیار باید وي—دقیق نفوس، مساوي حقونه، شفاف نظام او میرټ.